BBC News, پښتو - کور پاڼه
Top story - Pashto
پنټاګون: افغانستان کې د امریکایي پوځیانو شمېر ۲۵۰۰ ته راکم شوی
د امریکا د دفاع وزارت سرپرست کرېسټوفر مېلر تائید کړې ده چې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو شمېر ۲۵۰۰ ته راکم شوی دی. نوموړی وایي، دا له ۲۰۰۱ کال راهیسې په دې هېواد کې د امریکایي پوځیانو تر ټولو کم شمېر دی. ښاغلي مېلر وایي، په افغانستان کې ۲۵۰۰ امریکایي پوځیان د دې لپاره کافی دي چې امریکا، د دې هېواد وګړي او د امریکا ګټې خوندي کړي.
ملا هبته الله: طالب مشران او قومندانان دې له یو ډېر ودونه نه کوي
د طالبانو یو شمېر سرچینو په دې هکله بي بي سي ته وویل، د بل واده لپاره د طالب قومندانانو له لوري د هغو پیسو غوښتنې په ډېرېدو وې، چې د افغانستان او پاکستان په ځینې سیمو کې د ناوې کورنۍ ته د ولور په نامه ورکول کېږي.
پاکستان: سولې لپاره ټولو افغان لوریو سره په اړیکه کې یو
د افغانستان لپاره د پاکستان سفیر منصور احمد خان بي بي سي سره په یوه مرکه کې ویلي اسلام اباد د افغانستان د سولې روانې پروسې د بریالیتوب او سیاسي حل موندنې لپاره د افغان حکومت له مشرتابه نیولې تر بېلابېلو مهمو سیاستوالو او طالبانو پورې ټولو سره په اړیکه کې دی.
امرالله صالح: امریکا طالبانو ته تر اندازې ډېر څه ورکړل
په داسې حال کې چې امریکا افغانستان کې خپل پوځي حضور تر ټولو ټیټې کچې ته رسولی او طالبانو سره د لاسلیک کړې هوکړې له مخې درګرده ځواکونه باسي - د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح بي بي سي ته ویلي چې متحدو ایالتونو طالبانو ته د ډېر امتیاز په ورکولو سره تېروتنه کړې ده. ښاغلی صالح زیاتوي د امریکا لخوا شل کاله وړاندې پیل شوی ماموریت لا نه دی بشپړ شوی.
د نقیب الله مسید دریم تلین؛ پښتون ژغورنې غورځنګ پر کومه خوا روان دی؟
د ۲۰۱۸ کال د جنورۍ پر ۱۳ د سیند په مرکز کراچۍ کې سهار "له پولیسو سره جعلي مقابله" کې د سوېلي وزیرستان د څلورو ځوانانو وژل کېدو خبره وشوه. په وژل شویو کې یو نقیب الله مسید و چې د ځايي پولیسو د مشر راو انوار په خبره، دغه ځوان او نور ملګري یې د پاکستان طالبانو غورځنګ، جنګوي لښکر او داعش په څېر ترهګرو ډلو مرستندوی وو.
کورونا وېروس: رپوټونه، لیکنې او نور مالومات
د کورونا وبا له اندېښنو سره په هند کې کومب مېله پیل شوه
د کوویډ - ۱۹ ناروغۍ خپرېدو له خبرداري سره سره زرګونه هندوان د هند په کومب مېله کې یو ځای شوي دي.
بریتانیا کې د کورونا ډېرېدو سره د مړو ښخولو لګښت هم ډېر شو
بریتانیا کې له کورونا د مړینې زیاتېدو سره د ناوړه اقتصادي شرایطو له امله ځینې کورنیو ته له کووېډ-۱۹ د مړه شویو خپلوانو خاورو ته د سپارلو لګښت هم زیات شوی دی.
کورونا وېروس: څنګ ته کټ کې یې د خپلې مور مرګ پخپلو سترګو ولید
په کوویډ-۱۹ اخته یوې ښځې له هغې وروسته چې خپلې مور یې د همدې ناروغۍ له امله د هغې د سترګو پر وړاندې په روغتون کې ساه ورکړه، له خلکو غوښتنه وکړه چې په دې اړه روغتیايي لارښوونې تعقیب کړي.
کورونا وېروس د نړۍ پر نقشه
کورونا وېروس نقشه
ځانګړي مطالب
اسټرالیا چارواکي ولې یو مرغه وژني؟
هغه مرغه وژل کېږي چې له ارام سمندره تېر شوی او د اسټرالیا له سخت قرنطینه یې سر غړونه کړې ده. رپوټونو کې ویل شوي، دغه کوتر د امریکا په اوریګون ایالت کې د کوترو الوت یوې سیالۍ پر مهال بې درکه شو او دوې میاشتې وروسته د اسټرالیا په ملبرون کې راڅرګند شو.
د نړۍ د تر ټولو شتمن سړي د بري ۶ ټکي
ایلن ماسک څو ورځې مخکې د امازون له بنسټګر جېف بیزوس مخته کېدو سره د نړۍ تر ټولو شتمن سړی شو.
داسې پسورډ چې ۲۴۰ میلیون ډالر ارزښت لري، خو هېر شوی
سن فرانسیسکو کې جرمن پروګرامر سټېفن توماس بس دوه ځلې وخت لري چې سم پاسورډ ورکړي او ۲۴۰ میلیون ډالر ترلاسه کړي. هغه لس کاله مخکې د پسورډونو کارولو څرنګوالي په هکله روزنیزه ویډیو جوړه کړه او ۷۰۰۲ بیټ کوین جایزه ورکړل شوه.
کاناډا؛ ښځې د مېړه غاړه کې پړی اچولی و چې ګرځبندیز کې چکر ووهي
په کاناډا کې یوه جوړه د پولیسو له خوا ځکه جریمه شول چې د کوویډ ګرځبندیز مقررات یې مات کړي ول او د سیمه ییزو رسنیو په وینا ښځې د خپل مېړه په غاړه کې رسۍ اچولې وه او ګرځېدا ته یې اېستلی و.
نیمه نړۍ
ویډیو, "کلي کې له بهرنۍ نړۍ هېڅ خبره نه وم", موده 3,55
په افغانستان کې د موسیقۍ په غوړېدا اوس ګڼې نجونې هم موسیقۍ زدکوي. شپاړس کلنه وجیهه کوهستاني وايي، له تېرو شپږو کلونو راهیسې د موسیقۍ ښوونځی کې زدکړې کوي. دا وايي کله چې شپږ کلنه او په کلي کې اوسېده، له بهرنۍ نړۍ هېڅ خبره نه وه او دې ځای ته رسېدل د ژوند بېل پړاو ګڼي.
د امریکا فدرالي محکمې په حکم په مرګ یوازینۍ محکومه اعدام شوه
یوازینۍ ښځینه لیزا مونتګامېري چې د امریکا د فدرالي محکمې د حکم پر بنسټ د قتل په تور په اعدام محکومه شوې وه، حکم پرې پلی شو. هغه د اېنډیانا ایالت تېري هاوت یوه زندان کې د مرګونې ستنې په ورلګولو اعدام شوه. د هغې وکیلې کېلي هېنري وویل هر هغه چا چې یې په اعدام کې ګډون کړی و باید د شرم احساس وکړي.
ویډیو, له حمدالله محب سره مرکه, موده 3,44
افغان حکومت وایي، طالبان د سولې غوښتنونکي نه دي او غواړي په زوره واک ترلاسه کړي.
ویډیو, د سولې چارو وزارت: په دوحه کې خبرې په عادي ډول روانې دي, موده 0,44
د افغان سولې چارو وزارت وايي په قطر کې د سولې مرکچیانو ترمنځ خبرې عادي روانې دي.
ویډیو, امریکا: ټرمپ لومړنی ولسمشر شو چې دوه ځله استيضاح شو, موده 2,59
ډونلډ ټرمپ د امریکا په تاریخ کې لومړنی ولسمشر شو چې دوه ځله استیضاح کېږي.
ویډیو, پاکستان: د افغانستان مسایل یوازې د خبرو له لارې حل موندلای شي, موده 1,30
د پاکستان مشرتابه يو وار بيا ټينگار کړى چې د افغانستان مسايل يوازې د خبرو له لارې د حل لار موندلى شي.
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږو بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي. دلته یې لیدلی شئ.
کاپیسا کې پر دوو ښځو د ډله ییز جنسي تېري تورن پر ۱۷ کاله بند محکوم شو
د افغانستان پلازمېنه کابل کې یوې محکمې د دغه هېواد کاپیسا ولایت کې پر دوو ښځو د ډله ییز جنسي تېري اصلي تورن په ۱۷ کاله بند محکوم کړ. د افغانستان لویه څارنوالۍ خبرپاڼه کې وايي، دوه ښځې د تېرې تلې میاشتې پر پنځمه د کاپیسا صیاد تفریحي سیمه کې وتښتول او بیا ډله ییز جنسي تېری پرې وشو.
ویډیو, خیبر پښتونخوا کې ملا امامانو ته تنخا ټاکل شوې, موده 3,03
د خيبر پښتونخوا حکومت د جوماتونو امامانو لپاره د مياشتنې لس زره روپۍ چې څه باندې ٦٠ امريکايي ډالره کېږي د تنخا په ټوگه ټاکلي دي
سوریه کې د اسراییل بمبارۍ ۴۰ سرتېري وژلي
په لندن کې د سوریې د بشري حقونو څارډله وايي، د سوریې ختیځ ته پر سلاکوټ د اسراییل بېګني هوايي برید کې د بشارالاسد د حکومت ۳۱ ملاتړي سرتېري او ۹ سوریايي سرتېري وژل شوي. په بهرنیو وژل شویو سرتېرو کې د ایران د سپاه پاسداران، د لبنان حزب الله او فاطمیون لېوا وسله وال شامل دي. د ایران ملاتړې فاطمیون لېوا له افغان شیعه ګانو جوړه ده چې سوریه کې د حکومت په ملاتړ جنګېږي.
راشد خان که کرېس ګېل ته پاکستان کې پام ډېر دی؟
د پاکستان سوپرلیګ مینوالو سره پوښتنه دا ده چې د کورونا له امله به د پنځم پړاو په څېر شپږم پړاو کې هم لوبغالي ته په تګ بندیز وي او د خپلې خوښې لوبغاړي به وویني که نه.
د کورونا وېروس نوی ډول څومره خطرناک دی؟ ایا واکسین یې مخنیوی کولی شي؟
د کورونا وېروس نوی ډول په چټکۍ سره خپرېږي او له امله یې په انګلستان، سکاټلنډ او وېلز کې د مسیحیانو د اختر کريسمس په درشل کې جدي محدویتونه لګول شوي او خلک نشي کولای چې له یو بل سره وګوري. خو د وېروس دا نوی ډول څومره خطرناک دی، او موږ یې په اړه څومره مالومات لرو؟ ځینې دا پوښتنې دې رپوټ کې ځواب شوې.
ترکمنستان او افغانستان د اورګاډي پټلۍ، انټرنېټ او برېښنا پروژې پرانیستلې
د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د اورګاډي پټلۍ (۳۰ کیلومتره)، نوري فایبر (۲۵۰۰ مېګا بایټه انټرنېټ) او برېښنا (۵۰۰ کیلو واټه برېښنا له اقینې تر شبرغان) درې پروژې پرانیستل شوې، چې ولسمشر محمد اشرف غني یې د سیمې له هېوادونو سره د افغانستان د نښلولو لپاره مهم بولي.
د ټیک ټاک نجونو د بندیانولو حکم لغوه شو
د مصر یوې محکمې د دوو هغو نجونو د بند حکم لغوه کړی، چې تېر کال پر ټیک ټاک یوې وېډیو خپرولو سره د "شرم او حیا په تر پښو لاندې" کولو تورنې شوې دي. مَوَدّه الادهم او حنین حسام له هغو پنځو کسانو دي، چې دوه کاله د بند سزا پرې ختلې وه او نژدې ۲۰ زره ډالر جرمانه شوي دي.
افغانستان د مولانا د پلار خانقاه او ابو ریحان ته منسوب زیارت بیا رغوي
د افغانستان اطلاعاتو او کلتور وزارت چارواکي وايي، په پام کې لري چې په بلخ ولایت کې د مولانا جلال الدین محمد بلخي د پلار بهاوالدین ولد خانقاه او دغه راز په غزني کې د ابوریحان البیروني مزار بېرته ورغوي.
ځانګړې پاڼه
ځانګړې پاڼه: د افغان سولې بهير
دا پاڼه افغان سولې ته ځانګړې شوې ده. د بي بي سي پښتو په دې پاڼه کې له طالبانو سره د سولې په اړه شننې، ګڼ ځانګړې مطالب او خبرونه موندلی شئ.
د ولسمشر ټرمپ پلویان څنګه کانګرس ته ننوتل؟
د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ پلویانو د ټاکنو پر پایلو د اعتراض له امله د کانګرس پر ودانۍ "کپیتل هېل" چپاو ور وړ او دې ودانۍ ته ننوتل.
۲۰۲۰ کال: د نړۍ په لر او بر کې اخیستل شوي حيرانونکي تصویرونه
دلته یو شمېر هغه تصویرونه وینو چې د ۲۰ ۲۰ کال په اوږدو کې د نړۍ په لر او بر کې اخیستل شوي.
دعکسونو ګالري, دوو کلونو کې ستنو شويو افغان کډوالو مېرمنو ۳۰ زره متره غالۍ اوبدلې
دغه مېرمنې د افغانستان په يو شمېر ولايتونو کې هر کال په لسګونو زره متره غالۍ اوبي چي نه يوازي خپل کور لګښت ترې پوره کوي، د هېواد د اقتصاد په پياوړتيا کي هم مهم رول لوبوي.د افغانستان په ختيځ ولایت ننګرهار کې زموږ خبريال ذبيح الله رحیمزی همداسې څو کورنيو ته ورغلی چې وګوري، ژوند یې څرنګه تېرېږي.
نوی کال: د نړۍ له لروبر په عکسونو کې
دا ځل د نوي کال مېلې او مراسم د تېرو کلونو په څېر نه وو، ځکه ګڼو هېوادونو کې چارواکو د کورونا وېروس وبا له کبله له خلکو غوښتي وو چې پر کورونو پاتې شي.
تازه خبرونه واورئ
خبر و نظر, ۱۶:۳۰, ۱۵ جنوري ۲۰۲۱
برنامه نویسی از سرویس بی بی سی فارسی
ماښامنۍ خپرونه, ۱۵:۰۰, ۱۵ جنوري ۲۰۲۱
د بي بي سي ورلډ سروس څخه پروګرام کول
بل لومړنۍ سهارنۍ خپرونه, ۰۲:۰۰, ۱۶ جنوري ۲۰۲۱
د بي بي سي ورلډ سروس څخه پروګرام کول
غږیز کتاب
واورئ, د خوشال خټک غږيز کتاب - ۱۲۶ مه برخه, موده 29,30
خوشال خټک شعرونه، د پښتو د دې ستر شاعر شعرونه په لومړي ځل په غږيزه بڼه خپرېږي. دا پروگرام هره يکشنبه، سې شنبه او پنجشنبه د افغانستان په وخت د شپې په ۹:۳۰ بجو له بي بي سي پښتو راډيو اورېدل کېدای شي.
د راډیو لپاره ښه غږ څه ډول وي؟
ولې د ځینوراډیويي او ټلویزیوني نطاقانو یا ویاندانو غږ د خلکو خوښېږي او د ځینو نورو يې بد ایسي؟ په راډیو یا ټلویزیون کې ستاسو غږ څنګه کیدای شي په زړه پورې وي؟ د بي بي سي اکاډیمي یوه مسئوله مدیره کیتي لوګن په دې اړه هغو کارپوهانو اوروزونکو سره خبرې کوي چې په کلونو کلونو يې زیات شمېر خلک روزلي چې د مایکروفون په وړاندې څنکه ښه وغږېږي.